شما اینجا هستید
آرشیو مطالب » افغان حکومت: د طالب بندیانو د خلاصون بهیر یو ځل بیا وځنډېد

افغان حکومت نن (دوشنبې د وري په ۱۱مه) اعلان وکړ چې د طالب بندیانو د خوشې کولو بهیر یوځل بیا وځنډېد.

ټاکل شوې وه چې د طالب بندیانو د ازادېدو بهیر سبا (سې شنبې د وري په ۱۲مه) پیل شي، خو د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار دفتر وايي چې تېره ورځ د طالبانو او حکومت د تخنیکي ډلو ترمنځ هوکړه وشوه چې لومړی د طالبانو پلاوی کابل ته راشي چې د دغو بندیانو په اړه له نږدې خبرې وشي.

د حکومت او طالبانو د تخنیکي ډلو د هوکړې پربنسټ ټاکل شوې وه چې سبا د طالبانو سل بندیان او د حکومت شل بندیان ازاد کړل شي. 

دا درېیم ځل دی چې د حکومت او طالبانو تخنیکي ډلې د بندیانو د خوشي کولو لپاره سره خبرې کوي.

 د دواړو لوریو په دویم ویډیويي خبرو کې پرېکړه وشوه چې د دواړو لوریو د بندیانو د خوشي کولو بهیر د سه شنبې پر ورځ پیل شي او ټاکل شوې وه چې درې ورځې وړاندې د طالبانو یو پلاوی بګرام ته راشي چې د طالب بندیانو د پېژندنې په تړاو له افغان حکومت سره خبرې وکړي؛ خو ليدل کېږي چې هېڅ یو له دغو کارونو نه دي شوي.  

  

د ملي امنیت د سلاکار د دفتر ویاند جاوېد فیصل وايي:«تېره ورځ په ویډیويي کنفرانس کې هوکړه وشوه چې طالبانو تخنیکي ډله د سره صلیب په مرسته او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په کوربتوب کابل ته واستوي چې دلته به د بندیانو په هکله بحثونه وشي.»

د بندیانو د خوشي کېدو په تړاو د حکومت او طالبانو تر منځ خبرې په داسې حال کې دوام لري چې په نیمايي هېواد کې د طالبانو له لوري ځېنې مرګونې پېښې شوې دي.

له دې ډلې د طالبانو له لوري په تخار کې د شپږو دولتي سرتېرو د وژل کېدو؛ په بغلان کې د پنځو سیمه ییزو پولیسو د وژل کېدو او د زابل په ارغنداب کې د دیارلسو دولتي سرتېرو د وژل کېدو یادونه کېدلای شي. 

په افغانستان کې د پګواش بنسټ مسوول خلیل صافی څرګندوي:«د طالب بندیانو په خوشې کېدو کې ځنډ هېواد کې د تاوتریخوالي د زیاتوالی لامل دی.»

له دې ټولو سره سره هغه نوی بدلون چې په قطر کې د طالبانو په دفتر کې راغلی دی دا دی چې د طالبانو د دغه دفتر مشرتابه پرېکړه کړې ده چې د ملاداوود، ډاکټر صالح، جانګیروال، جان محمد مدني، ضیاالرحمان مدني، قاضي سید جان، محی الدین سادات او ملارسول په ګډون اته تنه ګوښه کړل شوي دي.

ازاد خبریال سمیع یوسفزی وايي:«د قطر په دفتر کې او په دغه حساس وخت کې پراخ ادلون بدلون د تعجب وړ دی، خو ضیا الرحمان مدني، جان محمد مدني او شیخ سید رسول ډېر عمر لري نو له همدې امله ګوښه کړل شول.» 

پخوانی پوځي ظاهر عظيمي هم وویل:«د طالبانو په واک کې چې هر څومره د نورزایانو حضور ډېر وي په هماغه کچه نورو قومونو ته چې د طالبانو په ډله کې دي د زغم وړ نه دي.»

خو طالبانو ته نژدې سرچېنې د قطر دفتر کې دا ادلون بدلون عادي بولي.

د طالبانو پخوانی قوماندان سید اکبر اغا زیاتوي:«دا ادلون بدلون یو عادي چاره ده دا باید د خلکو د ځور لامل نه شي.»

د تاوتریخوالي کمښت، د طالب بندیانو خوشې کېدل او د افغانانو تر منځ خبرې د امریکا او طالبانو ترمنځ په هوکړه لیک کې درې هغه مهم موارد دي چې تر اوسه نه دي عملي شوي.

این مطلب بدون برچسب می باشد.

افغان کلکین – اخبار افغانستان | مطالب روز جامعه افغانستان

فید مطالب
فیسبوک
اشتراک گذاری در تلگرام
اشتراک گذاری در فیسبوک
اشتراک گذاری در تویتر
اشتراک گذاری در گوگل پلاس
اشتراک گذاری در لینکداین
فید مطالب
فیسبوک